کندهار:په میوند کې دطالبانو ددرملو یوه زېرمه لمنځه وړل شوې

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په میوند ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو د درملو یوه زېرمه له منځه وړی او شپږ طالبان یې نیولي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات بېګاه شپه د سره بغل په سیمه کې شوي دي.

ښاغلي دراني زیاته کړه په عملیاتو کې درې عرادې موټر او شپږ موټر سایکل هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.