د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په مرکزي ښار حُمص کې په غبرګو موټربم چاودنو کې ۴٦ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
په بريتانيا کې دېره دغه ډله وايي، داسې ښکاري چې ډېرى وژل شوي کسان ملکيان وي.
خو د حُمص والي طلال برازي د سوريې دولتي ټلويزيون ته وويل چې د وژل شويو شمېر ٢٥ تنو ته رسېږي.
حمص ښار تقريباً په بشپړ ډول د سوريې د دولت په کنټرول کې دى چې په پرله پسې ډول ورباندې بمي حملې کېږي.
دمشق پلوه الاخباريه ټلويزيون وويل چې چاودنې د ښار په الزهراء سيمه کې شوي دي.
پر الزهراء سيمې تر دې مخکې هم ګڼ بريدونه شوي دي، تېره مياشت په دې ځاى کې لږ تر لږه ٢٢ کسان په غبر ځانمرګو بريدونو کې ووژل شول او مسووليت يې داعش ډلې ومانه.