په ارزګان کې یوه زنداني یو پولیس وژلی او ۲نور یې ټپیان کړي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې یوه زنداني په ډزو یو پولیس وژلی او د زندان امر او یو پولیس یې ټپیان کړي دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر ګل اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه زنداني تېره شپه له پولیسو سره له لفظي شخړې وروسته د پولیسو وسله ترلاسه کړې او بیا یې ډزې کړي دي.

ګل اغا زیاته کړه چې قاتل زنداني اوس د نورو زندانیانو په منځ کې ځان پټ کړی او زندانیان یې هم پولیسو ته له سپارلو ډډه کوي.

که څه هم امنیتي چارواکي د ترینکوټ د زندانیانو د شمېر په اړه معلومات نه ورکوي، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې په یاد زندان کې په بېلابېلو جرمونو تورن شاوخوا۸۰۰ زندانیان ساتل کېږي.