دکندهار په هوايي ډګر کې یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې ده

د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.

د کندهار ولایت د هوايي ځواکونو قوماندان رازق شېرزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغې الوتکې تیره شپه د تخنيکي ستونزې له کبله د کښېناستو پرمهال سقوط کړی.

ویل کېږي چې دغه ایم کیو ۹ ډوله الوتکه په کندهار کې د مېشتو امریکايي ځواکونو اړوند وه.

تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلې.