شارق:په پکتیکا کې دتېري ورځې ماین مخالفینو ځای پرځای کړی و

د پکتيکا چارواکي وايي، هغه ماين چې پرون يې د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل، د دولت وسله والو مخالفینو ښخ کړى و.

دغه پېښه پرون د پکتيکا ولايت په وازې خوا ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې د ملکيانو يو موټر له يوه کلي بل ته روان و.

په دې اړه د پکتيکا والي امين الله شارق ازادي راډيو ته وويل:

"دغې کورنۍ له يوه کلي- بل کلي ته سفر کاوه، پر هغه ماين وربرابر شوي چې د دښمن له خوا ځاى پر ځاى شوى و، له بده مرغه چې تل ملکيان د دغسې ماينونو ښکار کېږي."

په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ ورور، خور او څلور اولادونه وژل شوي دي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى، خو په پکتيکا کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د حقاني شبکې غړي هم فعال دي.