هوتک:هانک کانګ ته په ماتې ورکولو اسیايي جام ته وځو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که د کرکټ ملي ټيم خپله راتلونکې مسابقه له هانک کانګ څخه وګټي، د کرکټ د اسيايي جام مسابقو ته لار پيدا کوي.

افغانستان پرون په درېيو ويکټو عمان ته ماتې ورکړه.

دغو مسابقو ته د لار موندنې لپاره په بنګله دېش کې مسابقې روانې دي.

د افغانستان او هانک کانګ ټيمونه د دوشنبې په ورځ د مسابقې ميدان ته وځي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل، افغانستان په هغه شرط دغو مسابقو ته لار پيدا کوي چې متحده عرب امارات خپله يوه راتلونکې مسابقه وبايلي:

"افغان ټيم له نوې پلان سره ميدان ته داخلېږي، که خداى کول په دې مسابقه کې بريا ترلاسه کوي، د دې لوبې په ګټلو سره به د افغانستان چانس زيات وي، خو که متحده عرب امارات خپله راتلونکې لوبه وبايلي."

افغانستان د اسيايي جام مسابقو ته د لار موندنې لپاره خپله لومړۍ مسابقه عرب اماراتو ته بايللې ده.

د دغه مسابقو پايلوبه دوې اوونۍ وروسته ترسره کېږي.