د روسيې او امريکا وتلي ډيپلوماټان وايي، د سوريې جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو پر دوام یې بیا ټینګار کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د هغه روسي سيال سرګي لاوروف پرون په ټليفوني خبرو کې دغه راز پرهغه پرمختګ هم خبرې وکړې چې په جنيوا کې مرکچيانو د سوريې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې کړې وې.
دواړه مشران په داسې حال کې خبرې کوي چې تر دې يوه ورځ مخکې په پام کې وه په سوريه کې اوربند عملي شي، خو روانو جګړو دغه اوربند مات کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر وويل، جان کري لاوروف ته ويلي چې واشنګټن پر ملکي اهدافو د روسيې پر روانو بمباريو سخت اندېښمن دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې لاوروف بيا په خپلو خبرو کې په سوريه کې پر کرد ملېشه وو د ترکيې د راکټي حملو مسالې ته هم اشاره وکړه.