ملتپالو مظاهره چيانو د اوکراين په پلازمېنه کييف کې د روسيې پر دوو بانکونو حمله وکړه.
دوى د هغو اعتراضونو د دويمې کاليزې په مناسبت مظاهره وکړه چې په نتيجه کې يې د روسيې ملاتړى ولسمشر له واک څخه لېرې کړاى شو.
مظاهره چيانو د الفا بانکAlfa Bank او سبر بانک Sberbank د کړکيو خوا ته ډبرې غوځارې کړې فرنېچر او نور وسايل يې ويجاړ او لوټ کړل.
پوليسو د مظاهره چيانو د مخنيوي لپاره مداخله نه ده کړې.
پرون د هغې ورځې د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت مظاهره وشوه چې په څو مياشتنيو اعتراضونو کې تر ټولو خونړۍ وه.
د هغو اعتراضونو په بدل کې پخواني ولسمشر ويکټور يانوکوويچ له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړيکو د پرې کولو پرېکړه وکړه.
دوه کاله مخکې په دې ورځ له پوليسو سره په شخړو او د نښه ويشتو له خوا تر٥۰ زيات کسان ووژل شول.
اوکراين دغه ورځ د هغو کسانو په ياد لمانځي چې د اعتراضونو په بهير کې وژل شوي دي.
له واکه د يانوکوويچ لېرې کېدل له روسيې سره د کريميا سيمې د يو ځاى کېدو سبب شوه.