د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په نیواډا کې د ډیموکراټ ګوند له لوري ولسمشرۍ ته د کاندیداتورۍ انتخابات وګټل او د نیویارک میلیارډر ډانلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په منځ کې د جنوبي کارولینا انتخابات وګټل.
له رای اخیستلو وروسته د فورمونټ خپلواک سناتور بیرني سانډیرز له مېرمن کلنټن سره ولیدل او مبارکي یې ورکړه.
په ۸۵ سلنه شمېرل شویو رایو کې مېرمن کلنټن تر سانډیرز له ۵۲ تر۴۸ سلنې زیاتې رایې ګټلي دي.
ټرمپ بیا د جنوبي کارولینا په شمېرل شویو رایو کې تر اوسه ۳۳سلنه وړاندې دی.