قهرمان:دپوځي اړتيا له مخې د موسى کلا له ځينو برخو ووتلو

د هلمند پوځي چارواکي وايي، د پوځي اړتيا له مخې د موسى کلا ولسوالۍ له ځينو برخو په تاکتيکي لحاظ تر شا شوي دي.

په دې وروستيو کې له ورڅېرمه ولسوالۍ سنيګن او د هلمند له نورو شمالي سيمو هم د درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د دغه ولايت چارواکي وايي، د دولت ضد وسله والو تر څنګ د مخدره موادو مافيا هم په هلمند کې د جګړې اور ته لمن وهي.

عبدالجبار قهرمان چې په وروستيو کې د حکومت له خوا په هلمند کې د پوځي عملياتو د همږغي کوونکي په توګه ټاکل شوى وايي، د هلمند جګړه ډېرعوامل لري.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې چې ولې افغان ځواکونه د موسى کلا ولسوالۍ له ځينو برخو تر شا شوي دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې د پوځي عملیاتو د همغږۍ له مسوول عبدالجبار قهرمان سره مرکه