د کورنیو چارو وزارت پلاوی د سویډن کمېټې پر کلنیک د حملې څېړنه کوي

د ميدان وردګ والي وايي، د کورنيو چارو وزارت يو پلاوی په داى ميرداد ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې پر يوه کلنيک د چاپې په څېړلو بوخت دى.

د کورنيو چارو وزارت يو پلاوی د ميدان وردګ ولايت د داى ميرداد ولسوالۍ په تنګي سيدانو سيمه کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې پر يوه کلنيک د چاپې په باب څېړنه کوي.

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، دغه سيمه د دولت ضد وسله والو په ولکه کې ده او په پېښه کې څلور تنه وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي، خو دا ارقام او معلومات ضد او نقيض دي.

د سويډن کمېټې په يوه اعلاميه کې دغه پېښه چې د چهارشنبې او پنج شنبې ترمنځ شپه کې شوې غندلې او ويلي يې دي چې له کبله يې دوه ناروغان او يو د کلنيک کارکوونکى وژل شوي دي.

دغې کمېټې پر خپل روغتيايي مرکز دغه چاپه يا حمله له نړيوالو بشري اصولو او د جنيوا له کنوانسيون څخه سرغړونه بللې ده.

د ميدان وردګ والي حيات الله حيات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې په سيمه کې عمليات د کابل په امر شوي او پلاوی هم له مرکزه د پېښې سيمې ته ورغلى دى:

"د داى ميرداد د تنګي سيدانو په سيمه کې دغه عمليات له مرکزه د راغلو ځانګړو ځواکونو له خوا شوي وو، په پايله کې يې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، واقعيت دا دى هغه سيمه چې دغه عمليات په کې شوي، وسله وال حضور لري، د کورنيو چارو وزارت پلاوی تللى دى خپلې پلټنې کوي، خو موږ ورسره تماس نه لرو، ځکه هلته ټليفونونه کار نه کوي."

راپورونه وايي، پر دغه لس بستريز کلنيک چاپې څلور ساعته دوام کړى دى.

د ميدان وردګ د والي په خبره په پېښه کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ دوه ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې پر کلنيک په حمله کې څلور تنه وژل شوي کسان ناروغان وو.

که څه هم د ميدان وردګو د پوليسو وياند عبدالولي نورزي ويلي چې پر کلنيک په دې چاپه کې امريکايي پوځيانو هم ګډون درلود، خو د امريکا په مشرۍ د ایتلاف يوه وياند په دې چاپه کې د بهرنيو قواوو ګډون رد کړ.

د کورنيو چارو وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې افغان چارواکي د دې پېښې په باب څېړنه کوي.