روسي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد په ارمنستان کې خپله پوځي اډه په جنګي الوتکو او یوې مډرني هلیکوپترې لاپیاوړې کړې ده.
د روسیې پوځ نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه څلور MiG-29 ډوله جنګي الوتکي او یوه Mi-8MT ډوله هلیکوپتره به له ترکیې سره د ارمنستان پر پوله په ایریبوني Erebuni نومې پوځي اډه کې ځای پرځای شي.
د دې هوایې اډې پیلوټان به په مارچ میاشت کې ازمایشي پروازونه پیل کړي.
روسیه د ارمنستان یو عمده پوځي تمویلوونکی هېواد دی.