د سولې په غونډه کې به له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې د سولې په اړه راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به له طالبانو سره د مستقیمو خبرو له امکاناتو سربېره په نورو اړوندو مسایلو هم بحث وشي.

" د څلور اړخیزې غونډې د همغږۍ ډله به د سولې د مستقیمو خبرو اترو د نېټې ټاکلو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او تمه ده چې د سولې د مخامخ خبرو اترو د پیل نېټه د روان کال د فبرورۍ له ختمېدو مخکي یعني د فبروۍ وروستۍ نېټې پورې وټاکل شي."

ښاغلی مستغني وايي، هیله من دی چې د فبرورۍ تر وروستیو پورې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته نېټه وټاکل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه د حوت په څلورمه په کابل کې جوړه شي.