د پاکستان پوځ وایي، له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې د دوی امنیتي ځواکونو پنځه وسله وال مخالفین وژلي دي.
د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا پېښه نن په مهمند قبایلي سیمه کې شوې ده.
اعلامیه زیاتوي دغو کسانو تروریستي فعالیتونه پلانول.
تردې څو ورځي وړاندې په همدې سیمه کې طالبانو په دوو حملو کې لږ تر لږه نهه تنه پاکستاني پولیس وژلي وو.
مهمند یوه له هغو سیمو ده چې د افغانستان پولي ته نېږدې د پاکستان د قبایلي سیمو کمر بند جوړوي او په دې سیمه کې د پاکستان پوځ له څه باندې یوې لسیزې راهیسي د القاعدې او هم له طالبانو سره تړلو ډلو سره جنګېږي.