ملي امنیت وايي په خوست کې د حقاني شبکې۶ کسیزه ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې یوه شپږ کسیزه ډله نیولي او د دغې شبکې د مهماتو او وسلو یوه زېرمه یې هم کشف کړې ده.

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلې چې دغه کسان د خوست په صبریو او باک ولسوالۍ کې د جلا جلا عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړی.