افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان اوبه باید مهار او تر کنټرول لاندې راشي.
محمد اشرف غني چې نن یې په کابل د کرنیزې پراختیا د رواجولو څلورم ملي کنفرانس ته وینا کوله وویل چې ژر به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا د۲۱ بندونو د جوړولو کارونه پیل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"زموږ اوبه باید مهار شي او زموږ په کنټرول کې راشي، سږکال به ان شاءالله په هېواد کې د ۲۱ بندونو کار پیل کړو او اوبه به مهار کړو."
ښاغلی غني په داسې حال کې د اوبو د نویو بندونو د جوړولو خبره کوي چې د افغانستان برېښنا تر ډېره واریداتي ده او دا مهال هم دغه واریداتي برېښنا په کابل قطع شوې ده.