ملګري ملتونه وایي، افغان چارواکو یوځل بیا ژمنه ورکړې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې به د ماشومانو د استخدام او استفادې مخنیوی کوي.
دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ژمنې کابل ته، د ماشومانو او وسله ولو جګړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې لیلا زیرګوي د سفر پر مهال ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې مېرمن زیرګوي د افغان حکومت هغه هڅې ستایلي دي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د ماشومانو د مخنیوي په هدف پیل کړي دي.
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان روانو جګړو ماشومان ډېر زیانمن کړي او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په اوسط ډول هره اوونۍ ۵۳ افغان ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ماشومانو او وسله والو جګړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې تېره اوونۍ په یوه پنځه ورځني سفر افغانستان ته راغلې وه او له افغان چارواکو سربېره یې د ماشومانو د ساتنې یو شمېر مراکز هم له نېږدې لیدلي دي.