م.م:د اوکراین دجګړې لومړۍ لیکې ته نېږدې ماشومان سخت ځپل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي، د اوکراین د جګړې لومړۍ لیکې ته نېږدې او د حکومت تر کنټرول لاندې ختيځو سيمو کې ۵۸۰،۰۰۰ ماشومان سخت ځپل شوي دي.

د یونیسف ادارې تېره ورځ وویل، نېږدې دوه لکه زلمکیان رواني سلا مشورو ته اړتیا لري.

په اوکراین کې د یونیسف استازې ګیووانا باربیرس وویل، دوه کلنو شخړو او نښتو پر زرګونو ماشومانو د اوکراین په ختیځ کې ژورې تلپاتې روانې اغېزې کړې دي.

د نوموړې په وینا د شخړو له دوام سره دې ته اړتیا شته چې ډېر ژر دا ماشومان ارواپوهان او ډاکټران معاینه کړي.

د یونیسف د څېړنې له مخې تر دوه لکه ډېر ماشومان په اوکراین کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د جګړو په سیمو کې له پنځو ښوونځیو لږ تر لږه یوه ته زیان اوښتی.