بریتانیا په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو اعلان وکړ

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون او د اروپایي ټولنې مشرانو اعلان وکړ چې بریتانیا به په اروپایي ټولنه کې پاتې شي.

وروسته تر دوو ورځو سختو خبرو، کامرون تېره ورځ ناوخته وویل، له دې تړون سره د ده د انتخاباتو د وخت ژمنه پرځای کېږي چې بریتانیا ته به د کډوالو پر ورتګ محدودیت لګول کېږي او په ایروزون کې به د بریتانیا له داخلېدو ډډه کېږي.

کامرون وویل چې د ده اروپایي متحدانو د بریتانیا له دې غوښتنې سره موافقه وکړه چې پر کډوالو مرستې محدودې کړي او د اداري فساد او تېریو د مخنوي لپاره فشار زیات کړي.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې دا موافقه به خپلې کابینې ته ډېر ژر وړاندې کړي تر څو د تایید لپاره د ټول پوښتنې نېټه وټاکل شي.