په غور کې امنیتي چارواکي وايي، دغلته یې د داعش وسله والې ډلې یو سیمه ییز مشر نیولی دی.
د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد محمودي ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوی کس د مرغاب اوسېدونکی دی او پرون د غور مرکز " فیروز کوه" ته نېږدې نیول شوی.
ښاغلي محمودي د نیول شوي کس نوم وانخیست خو ویې ویل چې دا شخص مخکې تر دې د غور په شمال کې د طالب وسله والو مشر و او له څو میاشتو راهیسې د داعش وسله والې ډلې سره یوځای شوی چې په دې ولایت کې یې د دې ډلې مشري کوله.