توحیدي:که امنیتي ستونزه رامنځته نه شي نن به برېښنا وتړو

د برېښنا شرکت چارواکي ډاډ ورکوي چې که په سیمه کې له امنیتي ستونزو سره مخ نه شي د نن شنبې ورځې په جریان کې به کابل ته په بغلان کې پرې شوې برېښنا بېرته وتړل شي.

که داسې وشي دا به په کابل کې د برېښنا د درې اونیو راهیسې روانې پرچاوی پای ته ورسوي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي پروون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې همکارانو یې سیمه کې کار پیل کړی او نن به کابل ته د برېښنا جریان پیل شي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"که امنیت ښه وي زموږ همکاران به نن بیا سیمې ته ورشي او د یوسلو څلوېښتو میګاواټه برېښنا لېږدونکي درې لاینونه به وتړي، په دویمه برخه به یې هم کار پیل شي چې هیله من یوو د ورځې تر پای به ټوله ۲۸۰ کیلو واټه برېښنا وصل شي."

اخوا د بغلان والي عبدالستار بارز پرون ازادي راډیو ته وویل، د بغلان هغه سیمې چېرې چې برېښنا پرې شوې دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او په سیمه کې د برېښنا د بهیر په وړاندې دا مهال یوازې تخنیکي ستونزې پاتې دي چې ژر به هوارې شي.