"په ډنډي غوري او ډنډي شهاب الدین سیمو کې عملیات روان دي"

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي،د دغه ولایت د ډنډي غوري او ډنډي شهاب الدین په ځینو سمیو کې لا هم د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړې دوام لري.

د بغلان والي عبدالستار بارز پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې" د نیازالله، وردګو او جوی نو" په سیمو کې جګړې دوام لري.

ښاغلي بارز مخالفو وسله والو ته د درنو تلفاتو اوښتو ادعا وکړه:

"دوی ۱۵وژل شوي او ټپیان لري، په وژل شویو کې یو هم د حمزه په نوم یو تن دی چې د وسله والو د سیمه ییز قوماندان قدیر مرستیال و، د قاري امیني په نوم یو بل کس چې په متقي مشهور وو هم د نن ورځې په عملیاتو کې وژل شوی دی، امنیتي ځواکونو په پام او شمارلو قدمونو مخکې ځي."

د بغلان والي په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د ورو پر مختګ سبب د وسله والو طالبانو له خوا په سیمه کې ځای پر ځای شوي مځکني ماینونه یاد کړل.

ښاغلي بارز وویل چې امنیتي ځواکونه دا هڅه هم کوي چې په جګړه کې ولسي خلک زیانمن نه شي.