د افغانستان د قبایلو او سرحدونو وزیر له ترکمنستانه تر هنده د طبیعي ګاز د نل لیکې د پروژې ټاپي د امنیت په اړه د هلمند د خلکو له استازو ، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې کوي.
د دې نل لیکي زیاته برخه په هلمند کې تیريږي.
د قبایلو او سرحدونو وزیرمحمد ګلاب منګل نن په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل چې امنیت د دې پروژې لپاره یوه ستره ستونزه ده.
ښاغلي ګلاب منګل زیاته کړه:
"ستونزې به وي خو د خلکو په مرسته به یې حل کړو."
د سرحدونو او قبایلو وزیر همدا راز ژمنه وکړه چې د هغو رپوټونو په اړه به هم له خلکو سره خبرې وکړي چې وايي یو شمېر پاکستاني پوځيان دیشو او بارامچې ولسوالیو ته ور اوښتي او د ځيني تاسیساتو د جوړولو هڅې کوي.