مظاهره چیانو د برېښنا په اړه افغان حکومت په پټو معاملو تورن کړ

په کابل کې د جمعې د ورځې مظاهره

په کابل کې د برېښنا د نه شتون له وجې لسګونو مدني فعالانو یو ځل بیا مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د جمعې په ورځ له افغان حکومته وغوښتل چې باید ژر تر ژره د کابل د برېښنا ستونزه حل کړي.

بلخوا د بغلان والي ازادي راډيو ته وویل چې سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او ډېر ژر به کابل ته برېښنا وصل شي.

په کابل ښار کې د برېښنا نشتوالي ورځ تر بلې د عامو خلکو، مدني او سیاسي فعالانو غبرګونونه پراخ کړي دي.

د مدني فعالانو دا مظاهره د جمعې په ورځ د کابل له احمد شاه مسعود څلور لارې څخه پیل او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مخې ته پای ته ورسېده.

دوی چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د وسله والو مخالفانو پر ضد شعارونه ورکول افغان حکومت یې په یو شمېر پټو معاملو تورن کړ.

مظاهره کوونکو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ او له افغان حکومت یې وغوښتل چې د کابل د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل او هغه کسان محاکمه کړي چې د ډنډ غوري سند یې لاسلیک کړی دی.

د مدني ټولنې فعال هارون موطفر د پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"د کابل برېښنا باید ژر تر ژره جوړه شي کنه نو د خلکو نارضایتي به نوره هم زیاته شي، په بغلان او د هېواد په ټولو ولایتونو کې باید د وسله والو طالبانو سیاسي او اجتماعي پایګاوې له منځه ولاړې شي."

دوی همدارنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل په ګډون د یو شمېر نورو کسانو د محاکمې غوښتنه هم کوله چې د ډنډ غوري په سند یې لاسلیک کړی دی.

خو تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر هغه اوازې رد کړې چې ګواکې بغلان ولایت ته د ده په مشرۍ تللي دولتي پلاوي د ډنډ غوري ولسوالۍ طالبانو ته سپارلې ده.

ګلاب منګل ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي چې یوازې د ډنډ غوري د قومي مشرانو او د بغلان د محلي چارواکو تر منځ یو سند لاسلیک شوی چې له مخې به یې قومي مشران طالبان په خپلو سیمو کې نه پرېږدي.

هڅه مو وکړه چې د مدني ټولنې د دغو غوښتنو په اړه د افغان حکومت نظر واخلو خو دوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین په نوم سیمو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جګړو له امله د شاوخوا درې اوونیو راهیسې کابل ته د برېښنا جریان پرې شوی دی.

خو د بغلان والي عبدالستار بارز د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د برېښنا د چپه شویو پایو سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او د برېښنا کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې خپل کار وکړي.

ښاغلي بارز زیاته کړه:

"یوازې دومره ډاډ ورکولای شم چې زموږ قطعات د برېښنا چپه شویو پایو سره نږدې دي او د پایو په لیرو برخو کې یې امنیت نیولی او د بغلان د برېښنا کارکوونکو ته هم اجازه ورکړل شوې او کار یې پیل کړی دی."

له دې ټولو سره د تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د برېښنا وصلېدو لپاره د نه پرمختګ خبر عام خلک خواشیني کړي او وايي چې بې برېښنا ژوند په کور، دوکان فابریکو او روغتونونو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ