مون:په سوریه کې پوځي فعالیتونه سوله ګواښلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکوي چې په سوریه کې روان پوځي فعالیتونه د اوربند د ټینګښت او د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې له ګواښ سره مخ کړي دي.

بانکي مون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، د مختلفو اړخونو پوځي فعالیتونه او لا زیاتې قوې د استعمال په اړه ګواښونه د سوريي د بحران د سوله ییز هڅې تهدیدوي.

که څه هم د مونشن په وروستي نړېوال امنیتي کانفرانس کې نړېوالو وقتونو په سوریه کې د اوربند په اړه چې باید په یوې اووني ټینګ شوې وې، موافقه وکړه خو د ملګرو ملتونو د مشر په خبره د سوريي د حکومتي ځواکونو عملیاتو چې روسيي الوتکې يې له هوا ملاتړ کوي، د دې موافقې د عملي کیدو مخه نیولې ده.