د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس وايي چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره کاندید ډونالد ټرمپ د کډوالو په اړه د خپل نظر په خاطر، په مسیحیانو کې نه ګڼي.
پاپ فرانسیس مکسیکو ته ترسفر وروسته، پرون پنجشنبې ایټالیا ته د ستنیدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د جمهوري غوښتونکې ګوند د کاندید ډونالد ټرمپ د دې خبرې په اړه چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ به دیوال اوچت کړي، د عیسویت له اساساتو سره اړخ نه لګوي.
پاپ وویل:
"هغه څوک چې د انسانانو ترمنځ د پلونو د جوړولو پرځای، دیوالونو پر اوچتولو فکر کوي عیسوي نه دی."
ډونالډ ټرمپ د پاپ فرانسیس د دې خبرو په ځواب کې ویلي چې یوه مذهبي مشر ته دا نه ښايي چې د یوه وګړي پرعقیده داسې پوښتنې را پورته کړي.
ډونالډ ټرمپ همدا راز وویل:
"پاپ به هغه وخت د امریکا جمهوري ریاست ته زما د کامیابیدو ارمان کوي چې داعش پر واتیکان حمله وکړي."