د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن جمعه له متحده عربي اماراتو سره سیالي لري.
د اسیا د شل اوریزکرکټ په سیالیو کې د ګډون لپاره د غوراوي دا مسابقې په بنګله دیش کې روانې دي.
د کرکټ بورد مطبوعاتي مسئول فرید هوتک پرون ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان لوبډلې ته ښه لوبغاړي غوره شوي او د بري امکان یې زیات دی.
فرید هوتک زیاته کړه:
"مسابقه د کابل په وخت په یوه نیمه بجه پيلېږي. افغانستان به درې مسابقې لري. هر ټیم چې ښه لوبه وکړي او د خپل ګروپ په سر کې راشي، د اسیايي جام لپاره په سیالیو کې ګډون کولای شي."
په دې سیالیو کې د اتو هېوادونو [افغانستان، بنګله دیش، هند، پاکستان، سریلانکا، عمان، متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ] د کرکټ لوبډلې ګډون لري.
د فرید هوتک په وینا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شنبې په ورځ له عمان او د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د هانګ کانګ له ټیم سره مسابقه لري.