"افغان ځواکونه به په مارچ کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات پيل کړي"

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو لوړ رتبه جنرال وايي چې افغان امنیتي ځواکونه به د مارچ له میاشتې، د کشف او څارنې لپاره د بې پیلوټه الوتکو عملیات پيل کړي.

جنرال ډيویس ګوردون پرون پنجشنبې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا بې پيلوټه الوتکې له لېرې اداره کېږي او د افغانستان په هغو سیمو کې به چې په وروستیو کې جګړې شدت موندلی، فعالیت کوي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د بې پيلوټه الوتکو عملیات په جنوبي او شمالي سیمو کې پیلیږي.

امریکا به افغانستان ته د سکن ایګل بې پيلوټه الوتکو ۸ سیسټمونه او لږ تر لږه ۶ الوتکې ورکړي چې له لوړې ارتفاع د دقیق فلم او عکس اخیستلو توان لري.