چارواکي:د سره صلیب د سازمان، د کارکوونکو د موندلو لپاره تیار یو

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سره صلیب د نړېوال سازمان، د تښتول شوو کارکوونکو د موندلو لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی.

د سره صلیب پنځه افغان کارکوونکې د سې شنبې په ورځ، په غزني کې نا څرګندو کسانو وتښتول.

د دې ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخیل پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د دقیق جزئیات لانه دي څرګند؛ خو د ضدو نقیض معلوماتو پر اساس ویل کېږي چې دا کسان وسله والو طالبانو تښتولي او د واغظ ولسوالۍ، رڼا خیلو سیمې ته يې بیولي دي.

امین الله امرخیل زیاته کړه:

"که د داسې عملیاتو امکان وي چې هغوي ته ضرر ونه رسیږي او مسله لا پيچلې نه شي او موږ ته دنده وسپارله شي، هر ډول اقدام ته تیار یو."

د سره صلیب پينځه افغان کارکوونکې د سې شنبې په ورځ په غزني کې تښتول شوي او تر اوسه یې کومې وسلې والې ډلې، مسئولیت نه دی اخیستی.

سره صلیب رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې کارکوونکې یې ژوندي دي او د خوشې کولو لپاره یې تماسونه هم نیولي خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.