په سیداباد کې خلکو دیوه ماشوم دوژلو په غبرګون کې مظاهره کړې

د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ د څو کلیو اوسیدونکو د یوه ماشوم د وژلو په غبرګون کې مظاهره کړې او د کابل- غزني لویه لاره یې بنده کړې ده.

د دغې مظاهرې یوه تنظیمونکي عبدالنافع همت ازادي راډيو ته وویل چې دغه ۱۲ کلن ماشوم په خپلو پټیو کې په کار بوخت و چې د ملي اردو له خوا ډزې پرې وشوې او ووژل شو.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د میدان وردګو د چارواکو نظر را واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

نېږدې درې میاشتې وړاندې هم په سید آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو په ډزو کې ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول.