"افغان هوايي ځواکونه به د جنګي الوتکو په کارولو اوچت ګام واخلي"

واشنګټن پوسټ لیکي افغان هوايي ځواکونه به د A-29 SuperTucano جنګي الوتکو په کارولو سږکال یو اوچت ګام واخلي.

دغه الوتکې امریکا افغان ځواکونو ته ددې لپاره رانیولي چې د جنګ په ډګر کې بمونه وغورځولی شي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې راغلي دي چې د افغان هوايي ځواکونو له خوا دولسې خلکو مرګ ژوبله د تېرمیلادي کال د لومرۍ نیمايي څخه تر دوهمې نیمايي پورې اته ځلې زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان هوايي ځواکونو له لورې د پنځو ولسې کسانو وژنه او د ۲۳ نورو ټپي کېدل ثبت او راجستر کړي دي.

او په شپږو وروستیو میاشتو کې یې ددغو ځواکونو له خوا د۴۱ کسانو وژنه او د ۵۷ ټپی کېدل تایید کړي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې تېر کال د افغان او ایتلافي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د کوچینانو مرګ ژوبله په سلو کې ۶۹ زیاته شوې.

تېر کال په دغو عملیاتو کې ۳۶ کوچنیان مړه او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي سره له دې چې افغان ځواکونه د ایتلافي قواوو په تناسب ډېر کم هوايي بریدونه کوي خو بیاهم د دغو ۹۱کوچنیانو څخه ۴۹ تنو ته د دوی له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې په داسې حال کې چې افغان هوايي ځواکونه سږ کال نورې الوتکې جنګ ته داخلوي امکان لري دغه ډول مرګ ژوبله زیاته شي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې تېر کال په افغانستان کې هوايي عملیاتو کې د ولسې خلکو مرګ ژوبله په مجموع کې اته سلنه زیاته شوي.

په دغو عملیاتو کې ۱۴۹کسان مړه او ۱۴۷نور ټپیان شوي دي.

ازادي راډیو د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالوهاب سره تماس ونیو خو هغوی د څرګندونو څخه ډډه وکړه.