د بغلان والي وایي چې لا هم د دغه ولایت په ډنډي شهاب الدین سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او دبرېښنا مسئولینو ته د تګ زمینه نه ده مساعده شوې.
عبدالستار بارز ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې نن کابل ته برېښنا وصل کړي، خو د تېرې شپې په دوو بجو د برېښنا د نړېدلو پایو په سیمه کې جګړه شدیده شوه.
ښاغلي بارز زیاته کړه:
"په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د وصل لپاره په جدیت سره عملیات روان دي،هلته مخالفینو ماینونه ښخ کړي، وسله وال مخالفین له لرې هم د برېښنا شرکت کارکوونکي په ډزو ګواښي."
د ډندي شهاب الدین په سیمه کې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوه پایې نړېدلي چې پر کابل یې برېښنا پرې کړې ده.
خلک او مدني فعالان بیا پر حکومت انتقاد کوي چې د برېښنا د بېرته فعالولو لپاره جدي اقدامات نه کوي.