ملګري ملتونه وايي چې د ژوند د ژغورنې په نوم د مرستندویو عملیاتو کتار یې د سوریې پنځو کلابندو سیمو ته رسېدلی دی.
د ملګروملتونو چارواکي وايي، په خوړو، درملو او روغتیايي تجهیزاتو بار موټر یې پرون له شاوخوا سل زره اړو خلکو سره د مرستې لپاره دمشق ته نېږدې د وسله والو تر ولکې لاندې مدایا، معظمیې او زباداني او د حکومت ترولکې لاندې د فواه او کفرایا کلیو ته ورسېدل.
ملګرو ملتونه اټکل کوي چې د سوریې په کلابندو سیمو کې نېږدې نیم میلیون اړ خلک ژوند کوي.