ترکیې له عراق سره پر پوله پر کرد وسله والو حملې کړي

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له پرونۍ بمي حملې وروسته د دې هېواد حکومت وايي، جنګي الوتکو یې له عراق سره د ګډ سرحد په اوږدو کې د کردي وسله والو پر مرکزونو بمباري کړې ده.

د ترکیې پوځ وايي، جېټ الوتکو یې تېره شپه په هفتنین سیمه کې د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK شاوخوا شپیته وسله وال په نښه کړل.

په انقره کې پرون ماښام پر یوه پوځي کتار چې د تېریدو په حال کې و، موټر بم چاودنه وشوه.

د ترکیې مرستیال صدراعظم نعمان کورتولموش وویل چې دې برید ۲۸کسان ووژل:

"زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې حمله کې مو خپل ۲۸ هېوادوال له لاسه ورکړي دي، دا حمله په چاودېدونکو موادو بار د یوه موټر په وسیله پر هغه بس شوې ده چې پوځي پرسونل یې لېږدول."

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وویل، د دې حملې په تور چې د ده په وینا د سوریې د کردانو د وای. پي. جي YPG ډلې له خوا د کردستان د کارګرانو د ګوند پي. کې. کې PKK په مرسته شوې نهه کسان نیول شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن اذربایجان ته د سفر پلان فسخ کړ او خبرداری یې ورکړ چې ترکیه به د ځان د دفاع لپاره د خپل حق له کارولو څخه هېڅ کله، په هېڅ ځای او په هېڅ حالت کې ډډه ونه کړي.