پاکستاني چارواکي په مومندو ایجنسۍ کې په دوو جلا حملو کې د نهو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د خاصه دار په نوم د قبایلي پولیسو دوه سرتېري نن سهار وختي د مومند ایجنسۍ په دروازه ګۍ یکه غونډ سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې وسله والو د تلاشۍ پر یوه پوسته حمله وکړه.
اوه نور سرتېري په پوست پندیالي سیمه کې د خاصه دارو پر یوه مرکز په برید کې ووژل شول.
د جماعت الاحرار په نوم د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه یوې جلاشوې ډلې د دواړو حملو مسوولیت منلی دی.
مومند ایجنسي یوه له هغو سیمو څخه ده چې د پاکستان پوځ د افراطي وسله والو ډلو پرضد له نېږدې یوې لسیزې راهیسې عملیات په کې کوي.
تېره میاشت د وسله والو یوه ډله په چارسدې سیمه کې د باچاخان پر پوهنتون برید وکړ او ۲۱ محصلین او استادان یې ووژل.