په ننګرهار کې د داعشيانو د پرېکړو مرکز بېرته په ښوونځي بدل شو

د اچین ولسوالۍ د دهسرک ليسې زده کوونکو په ډېرې بې صبرۍ سره د کتاب او قلم د رانیولو هڅې کوي او د ولایتي ادارې له خوا پرې کتابچې او کتابونه وېشل کېږي.

نوموړی ښوونځی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د داعش وسله والو سره په واک کې و او هغوی به په دې ښوونځي کې خپلې فیصلې اعلانولې خو له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې چې په دې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو د داعش پر ضد عملیات ترسره کړل دا او دې ته ورته نورې سیمې له وسله والو پاکې کړې او ښوونځي يې بېرته پرانیستل.

د دې ښوونځي په پرانیست غونډه کې د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وویل، د افغان ګډو ځواکونو وروستي عمليات ګټور و.

نوموړي وویل د شینوارو ولسوالیو امن د ننګرهار او د مرکز پر امن مستقیماً اغېز لري:

"که دې سيمې کې امن وي نو په دې پوه شئ چې ننګرهار کې امن دی په مرکز کې امن دی زه درته ډاډ درکوم چې ستاسې ملي ځواکونه به له تاسو سره وي او ستاسو امنیت به ساتي."

د ننګرهار د ملي امنیت رييس جنرال داد محمد حریفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د اچین ولسوالۍ په څېر تغییر په نازیانو او نورو سیمو کې هم راشي.

هغه وویل:

"زه په اطمینان درته وایم چې په څو ورځو کې به په نازیانو او نورو سیمو کې داسې مثبت تغیر ووینئ لکه نن يې چې په اچین کې ګورئ او مخالفینو نور مورال له لاسه ورکړی دی."

بلخوا په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزير له ولایتي ادارې نه غوښتنه وکړه چې په دغو تصفیه شویو سیمو کې دې د بيارغونې کارونه پيل شي.

نوموړي وویل، د پوځي عملياتو په پرتله د بيارغونې کارونه د امنیت په راوستو کې ۷۰ سلنه مثبت اغېز لري.

ښاغلي وزیر زیاته کړه:

"زما غوښتنه دا ده چې د عملياتو سره سم که په صحي، بیارغونې، معارف او نورو برخو کې دې خلکو سره مرسته وشي توجه ورته وشي نو ډېر زیات مثبت تغییر به راشي."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي په اچین ولسوالۍ کې سیمه ییزو خلکو ته ډاډ ورکړ د دې سیمې معارف، صحت، بیارغونه او نورو برخو ته به پوره توجه کوي.

نوموړي وویل، په نږدې وخت کې به د سکټوري ریيسانو جلسه د شینوارو په ولسواليو کې جوړه کړي.

ښاغلی کندزی وايي:

"په راروان اداري مجلس کې به پرېکړه دا وي چې ټول سکټوري رییسان چې هغوی په شینوارو کې فعالیت ولري هغوی به راتلونکي کې په شینوارو کې جلسه ونیسي او له ځانه سره به دې سیمې ته یو څه راوړي چې په مختلفو برخو کې کار وشي."

همدارنګه نوموړي وویل، په پام کې لري چې د شينوارو ولسوالیو څخه بې ځایه شویو کورنیو ته د راستنېدو سره سم په خپله ولسوالۍ کې د خوراکي توکو مرسته وشي.

د ویلو وړ ده چې له تېرو اتو ورځو راهیسې په پيل شویو عملياتو کې په لسګونو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څه د پاسه ۲۰ کلي له وسله والو پاک شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری