مدني فعالانو حکومت د برېښنا په جوړولو کې په ناغیړي تورن کړ

یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د برېښنا د نشتوالي له امله اعتراضیه غونډه وکړه.

د مدني ټولنو او سیاسي فعالانو بنسټ لسګونه غړیو افغان چارواکي په بغلان کې د برېښنا د ویجاړو شویو ستنو په جوړولو کې په ناغیړۍ تورن کړل.

دوی په نننۍ غونډه کې شعارونه په یوه لویه لوحه لیکلي و چې عنوان یې شرم نامه ټاکلی و او په کې یې د افغان لوړپوړو چارواکو عکسونه لګولي و.

دوی ویل چې حکومت باید ژر تر ژره د کابل د برېښنا ستونزه چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې رامنځته شوي هواره کړي او په هغو سیمو کې چې د نا امنیو له امله د برېښنا ستنې ویجاړې شوي د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات وکړي.