د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په پام کې لري چې کیوبا ته تاریخي سفر وکړي.
بارک اوباما به د امریکا لومړنی ولسمشر وي چې په نېږدې نهو لسیزو کې په دغه ټاپوکې پل ږدي.
دغه اعلان د هغه د ادارې چارواکو پرون وکړ.
چارواکو وویل، د اوباما دغه سفر به چې سپینه ماڼۍ یې نن اعلانوي، لاتینې امریکا ته د هغه د لوی سفر یوه برخه وي چې په مارچ کې یې ترسره کوي.
اوباما او د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې اعلان وکړ چې د خپلو هېوادونو اړیکې له نیمې پېړۍ، د سړې جګړې د اختلافاتو وروسته بېر ته عادي کوي.
له دغه اعلان وروسته دواړو هېوادونو په چټکۍ سره ډیپلوماټیک او تجارتي اړیکي بېرته ټینګ کړل.
په دې برخه کې وروستی پرمختګ له پنځو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د تجارتي الوتنو د بیاپیلولو لپاره موافقه وه چې پرون وشوه.
د دغې موافقې له مخې له متحده ایالاتو به په ورځ کې ۱۱۰پروازونه هاوانا ته کیږي چې دا به د الوتنو د اوسني شمېر پنځه برابره زیات وي.
کلوین کولیج د امریکا وروستی ولسمشرو چې د امریکایي هېوادونو کنفرانس ته د وینا لپاره هاوانا ته د ۱۹۲۸ میلادي کال په جنوري کې تللی و.