افغان کرکټ ملي ټیم سبا له عربي متحده اماراتو سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا د جمعې په ورځ د اسیایي لوبو د اتلولۍ په پيل کې خپله لومړۍ لوبه له عربي متحده اماراتو سره وکړي.

دا لوبې په بنګله دېش کې پیلیږي او د افغانستان تر څنګ، د کوربه هېواد بنګله دېش، پاکستان، هند، سریلانکا، عمان او هانګ کانګ ټیمونو برخه په کې اخیستې ده.

د اسیا د کرکټ د جام دا لوبې به د مارچ په شپږمه پای ته ورسیږي.