بېدار: په جګړې کې له ماشومانو هر راز استفاده د منلو نه ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په جګړې کې له ماشومانو هر راز استفاده د منلو نه ده.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر بل هر وخت په افغانستان کې له کمکیانو او زلمیانو په جګړو کې ډېره ګټه اخیستل شوې ده.

ښاغلي بېدار زیاته کړه

"د دولت مخالفین د جنګي موادو په انتقال کې، د جنګي موادو په ځای پرځای کولو کې، انتحاري حملاتو کې حتی په ځینو مواردو کې د استخباراتي مقاصدو لپاره له کوچنیانو څخه استفاده کوي."

تر دې یوه ورځ مخکې د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې وسله والو طالبانو تېر میلادي کال په عملیاتو او د ماینونو د کرلو لپاره له ماشومانو ډېره استفاده کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې ماشومان د جګړو لیکو ته جذب کړې دي.