د امریکا پوځ وایي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د نغدو پیسو د ساتلو پرځایونو د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونو دې ډلې ته د په سلګونو میلیون ډالر تاوان رسولی دی.
د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د دې ډلې د نغدو پیسو د ساتلو او د تېلو د صادرولو پرځایونو په هوایي بریدونو سره د داعش مالي سرچینې له منځه یوسي.
امریکایي چارواکي ګومان کوي چې پر داعش د بندیزونو له امله چې بانکونو ته لاس رسۍ نه لري، دا ډله اوس تر ډېره د نغدو پیسو ساتلو ته اړایستل شوې ده.
یوه امریکایي چارواکي وویل چې د دې ډلې مالي سرچینې کمې شوي او یو ثبوت یې دا دی چې په وروستیو کې یې د خپلو وسله والو معاشونه نیمایي کړي دي.