د ایران بانکونه دپیسو د انتقال له نړېوال سیسټم سره وصل شول

د ایران بانکونه د پیسو د انتقال له نړېوال سیسټم یا سویفټ سره بېرته وصل شول.

په دې توګه ایران له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره کولای شي بهر ته پیسې انتقال کړي.

دغه اقدام وروسته له هغې کېږي چی د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې په چوکاټ کې پر ایران د لوېدیځ لګول شوي بندیزونه لېرې شول.

په دغه نوې اقدام سره د ایران مرکزي بانک او ۱۵ نوربانکونه د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې له سویفټ سیسټم سره بېرته وصل شوي.

پر بانکونو بهر ته د پیسو د انتقال په برخه کې محدودیتونه له اټمي موافقې وروسته پر یوې سیاسي مسالې بدله شوې وه او محافظه کاره انتقاد کونکو پردغې موافقې چې د ولسمشر حسن روحاني په نوښت رامنځ ته شوې، انتقاد کړی و چې په نتیجه کې یې هغه امتیازیات نه دي ترلاسه شوي چې تمه یې کېده.

د رویټرز د راپور له مخې پر ایران د ۲۰۱۲ میلادي کال د لګول شویو بندیزونه له مله اروپا ته د تېلو د لېږد د بېر ته پیلېدو پروسه هم ټکنۍ شوې وه.

چارواکو د هغو بانکونو نومونه نه دي اخیستي چې له سویفټ سره بېرته نښلي خو د ایران رسنیو ویلي چې د ایران لوی بانک، بانک ملي هم په کې شامل دی.

په بلجیم کې د سویفټ د سیسټم مدیر اونور اوزان Onur Ozan وویل چې دغه شبکه تر اوسه د نورو بانکونو پر نښلولو کارکوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ګارډ سره تړلي بانکونه تر اوسه د امریکا تربندیزونو لاندې دي او ورسره پرمعاملو بندیز لګول شوی دی.