اياز:"خال" مجله به په پښتو کې د علمي مکتب بڼه ولري

په کوټه کې دا مهال څلور ادبي او علمي مجلې خپرېږي چې يوه"لمبه" نومېږي پښتو ادبي غورځنګ يې خپروي، بله "تکَتو" نومېږي چې د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګه يې خپروي، درېيمه "ليکنې" د کوټې پښتو اکاډمۍ خپروي او څلورمه مجله چې "خال" نومېږي.

تازه يې لومړۍ ګڼه په ٣٤٣مخونو کې له چاپه راوتلې ده او مسوول مدير يې ليکوال او شاعر محموداياز دى.

محمود اياز تردې وړاندې هم د "ليک" او "سکام" په نومونو مجلې خپرې کړې دي.

اياز وايي، هڅه به وکړي چي دا مجله د ادب لوستونکيو لپاره د يوه علمي مکتب بڼه خپله کړي او په خپلو پاڼو کې داسې څه خپاره کړي چي هم د لوستونکيو علمي تنده ماته کړي او هم د هغوى فکري روزنه وکړي.

له ښاغلي محمود اياز سره د "خال" مجلې په اړه په کوټه کې زموږ همکار بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له محمود ایاز سره مرکه