"د زیرک ښارګوټي قضیه هر اړخیزه نه ده څېړل شوې"

د افغانستان د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون وايي چې د زیرک ښارګوټي قضیه هر اړخیزه نه ده څېړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د زیرک ښارګوټي د قرارداد په اړه د پلټونکي پلاوي رپوټ په دې وروستیو کې خپور شوی دی چې یواځې یې د ولسمشرپخوانی حقوقي سلاکار پړ بللی دی.

اخوا د افغانستان د شفافیت د څار سازمان وايي هرچا چې په دې قضیه کې لاس درلود مجرم دی او باید عدلي او قضايي ادارو ارګانونو ته وپيژندل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون وايي، که د زیرک ښارګوټي قضیه په لازم دقت سره وڅېړل شي، کیدای شي ځیني زوراکي په کې ښکېل شي چې د ولسمشر ترحقوقي سلاکاره هم په دې قضیه کې ډېر ملامته دي.

د دغه کمېسیون رییس محمد عبده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د زیرک ښارګوټي قضیه په هر اړخیزه توګه نه ده څېړل شوې او باید قانون پر ټولو یو شان پلی شي.

ښاغلي عبده هیله وښوده چې په دې قضیه کې باید ټول ښکیل کسان پيدا او محاکمه شي:

"هلته نور کسان هم وو د افغانستان په ښار جوړونې وزارت کې یي ځانګړی استازی هم و او طبعاً قضیه د ولسمشر تر نظر لاندې وه. په همدې دلیل دی چې وایي، د حقیقت موندنې ډلې هغه راپور چې ولسمشر ته یې وړاندې کړ که دقیق وکتل شي د نورو زور واکانو لاس لرل هم ښکاره کیږي. نو بیا کوم کسان چې نوي ښکېل بلل کیږي د هغو مسوولیت او ملامتیا تر ښاغلي محمدي هم زیاته ده."

ښاغلي عبده وویل چې که حکومت د زیرک ښارګوټي د لانجمن قرارداد په قضیه کې قانون په ټولو یو ډول پلی نه کړي، د حکومت د صداقت په نسبت به د خلکو بې باوري لا زیاته شي.

دوه ورځې مخکې د زیرک ښارګوټي د پلټونکي پلاوي په خپاره شوي رپوټ کې د ولسمشرحقوقي سلاکار د کابل بانک له یوه پوروړي خلیل الله فروزي سره چې لس کاله بند پرې ختلی د تړون د لاسلیک په خاطر ملامته وبلل شو.

د پلټونکي پلاوي د رپوټ تر خپرېدو وروسته افغان حکومت د ولسمشرحقوقي سلاکار چې دنده یې ځنډول شوې وه د تل لپاره له واکه لېرې کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې په دې برخه کې ډېر اړین اقدامات وشول او راتلونکي کې هم ځیني نورکارونه ترسره کیږي.

د ولسمشرد ګوښه کړای شوي حقوقي سلاکارعبدالعلي محمدي دفتر ویلي چې تر دوو نورو ورځو پورې به خپل دریځ روښانه کړي.

د زیرک ښارګوټي د جوړولو تړون د روان کال په لړم میاشت کې د حکومت له خوا له خلیل الله فروزي سره لاسلیک شو چې ولسمشربیا تر سختو انتقادونو وروسته په دې اړه د خپل حقوقي سلاکار دنده وځنډوله.

اخوا د افغانستان د شفافیت د څار سازمان وايي چې په دې قضیه کې ټول ښکېل کسان باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي.

د دغه سازمان د تحقیق برخې رییس عزت الله ادیب د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې قانون باید په ټولو یو ډول پلی شي او یواځې له واکه د یوه شخص په لېرې کولو ستونزه نه شي هواریدلی.

ښاغلي ادیب زیاته کړه:

"هرچا چې په دې قضیه کې لاس درلود هغه مجرم دی هغه باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. که هر څوک جرم کوي هغه سره مرسته کیږي که څوک جرم کوي هغه تنها له وظیفې لېرې کیږي په دې سره زموږ ستونزه نه هواریږي. مجرم مجرم دی هغه که یو عادي افغان دی او یا که ولسمشر دی باید په ټولو باندې یو ډول قانون عملي شي."

د زیرک ښارګوټي د لانجمن تړون د قضیې د ټولو ښکېلو کسانو د محاکمې ټینګار په داسې حال کې کیږي د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ولسمشر فوق العاده استازي او د ښارجوړونې وزیر هم برخه اخیستې وه.

که څه هم افغان حکومت د کابل بانک د قضیې د هواري لپاره د کاره لومړېو ورځو کې سختې ژمنې کړې وې خو د دغه بانک په یوه لوی پوروړي د حکومت یوځل بیا باور او له هغه سره د ښار ګوټي د جوړولو د تړون لاسلیک له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو باور زیانمن کړ.

صفي الله ستانکزی