د شفافیت د نړېوال سازمان یوه نوې څېړنه ښيي چې په کلني ډول افغانان څه کم څلور میلیارډه ډالره رشوت ورکوي.
ددغه سازمان د اسیا د برخې رییس سریراک پلیپاټ نن په کابل کې د یوې نوې څېړنې داعلان پرمهال وویل د دوی څېړنې ښيي چې اکثره دغه رشوت د بې وزلو افغانانو له خوا ورکړل شوی دي.
" په داسې حال کې چې ډېری خلک بې وزله دي، خو په کابل کې ۳،۹ میلیارډ ډالره رشوت ورکوي."
که څه هم افغان چارواکي تر یوه حده له دې څېړنې سره موافق دي، خو ټینګار کوي چې له فساد سره د مبارزې لپاره باید په ګډه کار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د شفافیت د څار نړېوال سازمان افغانستان د نړۍ درېیم فاسد هېواد یاد کړی و.