د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې سوریې ته پوځیان ونه لېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل، د سعودي عربستان له لوري سوریې ته د ځواکونو لېږل د نړېوالو قوانینو سرغړونه ده.
ده له سعودي عربستانه په عین حال کې وغوښتل چې په یمن کې بمبارۍ ودروي.
ظریف چې هېواد یې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم ملاتړ کوي، په بروکسل کې وویل:
"څوک چې په سوریه کې د مشروع حکومت له اجازې پرته عملیات کوي، د نړېوال قانون سرغړونکی دی."
ایران چې سوریې ته یې په زرګونو پوځي سلاکاران لېږلي دي، د لبنان د حزب الله او عراقي شیعه ګانو په وسیله هم د سوریې د رژیم ملاتړ کوي.