روسیه او اوکراین یوې موافقې ته ورسېدل چې پر اساس یې د دوو هېوادونو لارۍ له یوې اوږدې مودې وروسته خپلو هېوادونو ته تللی شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټرانزیټ یا د مالونو پر وړلو راوړلو له بندیزه وروسته د دواړو لارۍ د یو بل په هېوادونو کې بندې پاتې شوې.
د اوکراین د ټرانسپورټ وزارت وویل، څه باندې ۶۰۰ اوکرایني لارۍ به چې اوس د روسیې په خاوره کې دي، اجازه ومومي چې له دغه هېواده ووځي، او شاوخوا ۶۰۰ روسي لارۍ به پرېښودل شي چې د دوو هېوادونو د پولو تر بېرته بندېدو وړاندې خپل هېواد ته روانې شي.