د روسیې د فدرالي خدماتو اداره وايي، اووه تنه یې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د روسیې د دې ادارې د سوردلاسک د سیمې څانګې وویل، نیول شوي کسان په تروریستي اقداماتو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
د روسیې امنیتي چارواکو تېره اوونۍ ویلي و چې په یکاترینبورګ ښار کې یې یوه تروریستي ډله نیولې ده.
ویل شوي چې نیول شوي کسان د روسیې او منځنۍ اسیا اتباع دي.
د دې ډلې مشر د اسلامي دولت ډلې غړی بلل شوی او ویل شوي چې له ترکیې څخه روسیې ته ورغلی دی.
روسي چارواکي اټکل کوي چې د دغه هېواد شاوخوا ۳ زره اتباع په سوریه کې له داعش سره یوځای شوي دي.