د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې درې سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یاد سرتېري د یو هلیکوپټر په وسیله د برنګ کاریز سیمې ته د چاپې لپاره تللي و چې طالبانو په یو تکتکي چاودنه کې دغو افغان سرتېرو ته مرګ وژبله اوړلې ده.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې چې په دغو چاودنو کې یې ۱۵ افغان سرتېري وژلي دي.