د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ماین په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۰نور ټپیان دي.
د فاریاب امنیه قوماندان سید اقا انداربي نن ازادي راډیو ته وویل دا چاودنه نن شاوخوا لس بجې په میمنې ښار کې د عزیزي بانک مخې ته شوې ده.
ښاغلي انداربي وویل چې ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی و او د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
که څه هم امنیتي مسوولین د دغې چاودنې مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچوي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.